منځپانگې ته ورتلل

ويکيپېډيا:ټولگړې واگ اخيستنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ويکيپېډيا د منځپانگو باوريتوب ډاډ نه ورکوي

ويکيپېډيا يو وړيا پوهنغونډ ده چې وړيا منځپانگه لري او د خپلو مرسته کوونکو او خپلخوښو کارنانو د ليکلو په پايله کې رامنځته شوې ده چې موخه يې د بشري پوهې لپاره د يوې وړيا سرچينې رامنځته کول دي. جوړښت يې داسې دی چې هر هغه څوک چې اېنټرنېټ ته لاسرسی ولري، کولی شي د هغې سمون وکړي؛ نو تاسو بايد په دې پوه شئ چې دا ډول سرچينې ډېری وخت د ناپوهه او نه پوهېدونکو کارنانو له خوا له ناسمو مالوماتو څخه ډکېږي او په هيڅ ليکنه کې دا نشي ويل کېدای چې سل سلنه دې د باوري سرچينو پرمټ ليکل شوي، وي ډېری وخت داسې کېږي چې ځينې کارنانو پکې خپل نظريات ليکلي وي.

پورته خبرې په دې مانا نه دي چې تاسو په ويکيپېډيا کې ارزښتناک او باوري منځپانگې او ليکنې نشئ موندلی، په ډېری مواردو کې تاسو کولی شئ چې ډېرې ارزښتمنې ليکنې ترلاسه کړئ او ترې گټه پورته کړئ؛ خو بايد تاسو ته ياده وي چې ويکيپېډيا د هيڅ ليکنې د باوريتوب ننگه نه کوي؛ بلکې تاسو ته په کار ده چې په شته ليکنه کې د ورکړل شويو سرچينو پلټنه وکړئ او يوه پايله ترلاسه کړئ، چې تاسوی په ياده ليکنه باور کولی شئ، يا نه، ځکه ويکپېډيا ته هر څوک لاسرسی لري، شايد ځينو په دې وروستيو کې يا له لومړيو څخه يو ليکنه د ورانکارۍ او تېرويستنې په موخه جوړه کړې وي.